اسلام آباد 22 جنوري(اے پي پي) تجارت لپ??ره د وزيراعظم صلاحكار عبدالرزاق داٶد وئيلي دي د سيمنټ پلانټس لپ??ره چې كوم سكار?? پكار د?? ھغه پاكستان كښې نشته د ھغې درآمد مجبوري ده٬ د صنعتونو ډيمانډ كښې د اضافې له امله د سكرو كهپت زيات دے۔ د جمعې په ورځ د سېنېټ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د سېنېټر عثمان خان کاکړ د پوښتنې په ځواب ده ووئيل كه سكاره درآمد نه كړو نو فرنس آئل به درآمد كول وي او ھغه ګران دي ٬ بلوچستان كښې دومره پېداوار نه لرو چې ضرورت ترسره كړے شي٬ سيمنټ پلانټس لپ??ره د سكرو درآمد بهتره لاره ده۔ده ووئېل حك??مت د ځائي سكرو ترقۍ لپ??ره هڅې كوي٬ ده ووئيل درې قسمه سكاره وي٬ سيمنټ پلانټس لپ??ره چې كوم سكار?? پكار و?? ھغه پاكستان كښې نشته، زمونږ په سكرو كښې سلفر زيات دي٬ دې لپ??ره درآمد كول مجبوري ده۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل د سكرو درآمد يو په دوه شوي نه دي البته د منصوبو ډيمانډ زيات شوے او دې لپ??ره د سكرو كهپت زيات دے٬ پاور پلانټس هم په سكرو چلېږي۔ په دې موقع د سېنېټ چيئرمېن پوښتنه اړوندې كمېټۍ ته ولېږله چې په كمېټۍ كښې به د دې تفصيلي ځواب رامخې ته شي