اسلام آباد 05 جنوری (اے پی پی) وفاقی کابینې د کووډ۔19 ویکسین اخستلو، پریس کونسل آف پاکستان د غړو ت??ین??تی، ??با??و نيولو څانګه كښې د برآمدات معیار ښه كولو ل?? انسپکشن کمېټۍ جوړولو او پاکستان ایکسپو سنټرز پرائیویټ لمیټډ د بورډ آف ډائریکټرز چیئرمېن ت??ین??ت كولو منظوری وركړې ده۔ د وفاقی کابینې غونډه د نهې په ورځ د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ كښې وشوه۔ وفاقی کابینې په غونډه كښې مچھ بلوچستان پېښه كښې د شهيد شويو خوارې كښو، اسلام آباد كښې د پولیس په ډزو په حق رسيدلې اسامه ستی او پاك پوځ شهيدانو لپاره د بخښنې دعا وكړې شوه۔ د وزیراعظم د قامي روغتيا خاص مرستيال ډاکټر فیصل سلطان کابینې ته د کورونا وبا پھ اوسني صورتحال بریفنګ وركړو۔ کابینې د پاکستان ایکسپوسینټرز پرائیویټ لمیټډ بورډ آف ډائریکټرز چیئرمېن ت??ین??ت كولو منظوری وركړه۔کابینې ټریډ آرګنائزیشنز ایکټ 2013 شق لمبر21 ترمخه په اپیلونو پريكړه وركولو لپاره د يوې خاص كمېټۍ جوړولو منظوري وركړې ده، دا کمېټی به تر هغه وخت مجاز وي تر څو چې اړوند قانون كښې بدلون وكړې شي۔کابینې پرېس کونسل آف پاکستان ممبرز ت??ین??ت کولو منظوری وركړه۔ کابینې هېواد كښې د ??با??و نيولو څانګې څخه برآمدات معیار ښه كولو په خاطر انسپکشن کمېټی جوړولو منظوري هم وركړه،دا کمېټی به هېواد كښې جوړ شوي فش پراسسنګ پلانټس ا??سپکشن فرائض ترسره كوي،په دې کمېټۍ كښې د سمندري چارو وزارت ، كامرس وزارت او پاکستان فشریز ایکسپورټرز ایسوسی اېشن نمائندګان شامل دي۔کابینې ډاکټر رانا عبدالجبار د چیف ایګزیکټو آفیسر په حېث، آلټرنیټ انرجی ډویلپمنټ بورډ استعفیٰ منظور کړه او نوې سی ای او ت??ین??تۍ لپاره ئې سلیکشن کمېټی جوړولو منظوري وركړه، تر نوې ت??ین??تۍ به منیجنګ ډائریکټر پی پی آئی بی د دې ادارې نګرانی کوي۔کابینې د قانوني كيسونو کمېټۍ په 31 دسمبر 2020ء شوي غونډه كښې د پريكړو توثیق هم وكړو۔ وفاقی کابینې د قامي روغتيا وفاقی وزارت له د کووډ۔19 ویکسین اخستلو منظوری هم وركړه۔