اسلام آباد۔ 25 نومبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي فنكارانو او دستكارو ته آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كو??۔ د فنون لطيفه او دستكاريو ودې او تحفظ لپاره دې وېليو اېډيشن او كمرشلائزېشن ته به پام ګرځول وي۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د شورؤ په ورځ د اجرك جوړونكو په درناوي كښې راجوړې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ هغه ووئيل موجوده حكومت د آرټسټ وېلفیئر فنډ يو ارب روپو ته رسولے۔ ځكه چې د فنكارانو او دستكارو خېر ښېګړې ته حكومت پام لرنه كو?? او په دې لړ كښی دوي له هره ممكنه آسانۍ وركوي۔ ده ووئيل قام د كورونا وباﺀ د وړومبۍ چپې په احتياطي تدبيرونو خپلولو مقابله كړې وه اوس د دويمې چپې په مهال هم د هغسې احتياطي تدبيرونو خپلولو ته اړتيا ده۔ ماسك ا??وۍ ٬ سماجي فاصله ساتۍ ٬ بيا بيا لاسونه وينځي او مخ له لاسونه مه وړۍ۔ ده ووئيل كرونا د مالدار او غريب فرق نه كو??۔ د دې څخه د هر عمر او هره طبقه ځپلې كېږي۔ ده ووئيل د فنون لطيفه او دستكارو د تحفظ ضرورت دے۔ د آئي ټي انقلاب نه وروستو ګڼې څانګې مخ په زوال دي۔ د حكومت په مرسته دغه څانګې محفوظه ساتلې كېدې شي خو په دې حقله به ټولنې له هم خپل كردار ترسره كو?? وي۔ ده ووئيل د سندھ اجرك تاريخ ډېر پخوانے دے۔ ناوياته دستكاريو ته وده وركول غواړو۔ د كمرشلائزېشن په دې دور كښې د وېليو اېډيشن او د دې څي??ونو كمرشلائزېشن سره دا محفوظه پاتې كېدې شي۔ ده ووئيل مونږ له د مصنوعي ذهانت استعمال زياتدېو ترمخه تګلاره وضعه كو?? دي۔ صدر ووئيل مونږ له د حقيقت ترمخه د دستكارو ساتنې لپاره مناسبه لاره جوړول دي۔ په انسټي ټيوټ آف فېشن ډيزائنګ كښې د دستكاريو وېليو اېډيشن كېدے شي۔ صدر ډاكټر عارف علوي ووئيل فنكار د هېواد د كلتور په وده ك??ې مهم كردار ترسره كو??ے شي۔ دستورې ته د تعليم او پېشه وره تربيې وفاقي وزير شفقت محمود ووئيل زما وزارت د هېواد كلتوري ورثې او نوادراتو تحفظ له هر ممكنه اقدامات كو??۔ دستوره كښې نوموړي سندرغاړي علي ظفر د سندھي اجرك په حقله د خپل فن مظاهره هم وكړه۔ دغسې صدر ډاكټر عارف علوي د دستورې په اخري برخه كښې اجرك جوړونكو له تعريفي اسناد وركړل