حافظ آباد 07 نومبر (اے پی پی) وزيراعظم عمران خان وئيلي دي چې په حافظ آباد كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آباد كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ھېډكوارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چرته به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. ده دا خبرې په حافظ آباد كښې سياسي مشرانو او د سول سوسائټۍ نامتو شخصياتو سره د ملاقات په مهال وكړې كومو چې وزيراعظم سره د خالي په ورځ ملاقات وكړو. په دې موقع د وزيراع??م خاص مرستيال نديم افضل چن، د پ??جاب وزيراعلٰي سردار عثمان بزدار او د پ??جاب حكومت وياند ډاكټر فردوس عاشق اعوان هم موجود وه. په دې موقع وزيراعظم عمران خان ووئيل ??ې په حافظ آباد كښې په پرمختيائي چارو كتلو خوشحاله شوے دے، د كورونا په مهال په حافظ آباد كښې د احساس پروګرام له مخې 66 كروړه روپې ضرورت مندو ته وركړې شوې دي، د ډسټركټ ھېډكوارټرز روغتون د بنياد تيګه كېښودل شوې چرته به چې د علاج غوره اسانيې وركړې شي. وزيراعظم د كورونا وبا په مهال د پ??جاب حكومت په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونه وكړه. وزيراعظم ووئيل ??ې د پاكستان د معيشت تر ټولو مشكل وخت تېر شوے. د حكومت د حكمت عملې مثبت آغېز شوے، د دې اعتراف په نړيواله توګه هم شوے. د وبا نه پس د معاشي عمل په بحالې خبره كولو سره وزيراعظم ووئيل ??ې د منطقې په ټولو هېوادونو كښې زمونږ د معيشت پايه وړومبې چلېدلې. وزيراعظم ووئيل ??ې د كورونا دوهمه چپه په نظر كښې ساتلو سره مونږ ته د احتياط كولو ضرورت دے، سياسي او سماجي مشران دې په دې لړ كښې اولس كښې شعور بېدارولو لپاره خپل پوره كردار ترسره كړي.