اسلام آباد۔24 اکتوبر(اے پی پی) دسېنېټ چ??ئرمېن محمد صادق سنجراني وئيلي دي چې د پاكستان حكومت ٬ پارلېمان او اولس افغانستان سره د ورورولۍ دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔ د پاكستان او افغانستان ترمينحھ مستحكم اړيكې د منطقې امن او استحكام له ضروري دي۔ ددې خيالاتو څرګندونه د سنېټ چ??ئرمېن د افغان وولیسی جرګه اسپيكر مير رحمن رحماني په مشرۍ كښې د پاكست??ن دوره كوؤنكي 17 كسيزه پارلماني پلاوي په درناوي كښې د خپل اړخه وركړې شوې د غرمې مېلمستيا دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ د سېنېټ چ??ئرمېن ووئيل پاك افغان اړيكې په شريك تاريخ ٬ كلتور او مذهبي همغږۍ مشتمل دي۔ سوكاله او سولييزه افغانست??ن د پاكستان په ګټه دے۔ د غرمې مېلمستيا دستوره كښې د افغان پارلېماني پلاوي په شمول د قومي اسمبلۍ ډپټي سپیکر قاسم خان سوری٬ سېنېټر سجاد حسین طوری ، محمد جاوید عباسی٬ سېنېټر لېفټېننټ ریټائرډعبدالقیوم هلال امتیاز ملټری ، سراج الحق ، دلاور خان ، مشاهد حسېن سید، روبینه خالد او تاج محمد آفریدی ګډون ??كړو