اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) د اقتصادي چارو وف??قي وزير خسرو بختيار سره پاكستان كښې د ورلډ بېنك كنټري ډائرېكټر ناجي بن هاسين د اقتصادي چارو وزارت كښې ملاقات وكړو۔ دواړو لوریو په پاکستان کښې د ډبليو بي پورټ فولیو پیاوړتیا له په ترجيحاتو خبرې وكړې۔ وف??قي وزير د نړیوال بانک څخه د 200 ملیونه ډالره پېكج په چمتو كولو منن?? وکړه دغسې چې د پاکستان د ک??رو??ا مخيوي او په وخت كارروائي كولو كښې مرسته وكړې شي۔ ده د نړيوال بانك لخوا د هېواد د كرني او خوراكي توكو كمښت او د ملخانو بريدونو منفي اغېز كمولو لپاره د نورو 200 مليونو ډالرو چمتو كولو كښې د كنټري ډائرېكټر د مرستې ستائنه وكړه۔ وف??قي وزير وزیر د نړیوال بانک او آسیایی پرامختیایی بانک لخوا د وړاندیز شوي اقتصادي اصلاحاتو منظورۍ په اړه هم ګډون كوؤنكي خبر كړل چې دا وړاندیزونه به پرمختیايي پروژو كښې اصلاحاتو او آسانۍ سره عملدرآمد له ګټور ثابت شي۔ كنټري ډائرېكټر د ډبليو بي پورټ فوليو د جاج غونډې په كولو د وف??قي وزير مننه وكړه۔ ده د ډبليو بي مالي مرستې سره په روانو منصوبو تندۍ سره عملدرآمد كولو له د حكومتي عزم ستائنه وكړه۔ ده باور وركړو چې نړيوال بانك به د پاكستان د پورټ فوليو پياوړتيا لپاره د قدرمند وزير په وړاندېزونو غور وكړي۔