اسلام آباد 03 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د سي ??ېك اتهارټۍ په كاركردګۍ د اطمينان څرګندونې كولو سره وئيلي دي د چين پاکستان اقتصادي لاره د هېواد د روښانه سباٶن ضمانت دے، دا منصوبه به په هر حال بشپړولې شي او د دې خواږه به هر خاص و عام پاكستاني ته ر??ولے شي ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جمعې په ورځ د سي ??ېك له مخې د منصوبو د پېشرفت په اړه د جاج اغستو غونډې مشرۍ كولو په مهال كړې۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ له مخې وزيراعظم د روانو منصوبو په موجوده صورتحال خبر كړے شوے۔ په دې مهال وزيراعظم ووئيل سي ??ېك د پاكستان د سماجي او معاشي پرمختګ يوه بهتره منصوبه ده او دا د پاكستان د روښانه سباٶن ضمانت دے ۔ وزيراعظم د دې عزم پخلے وكړو چې د پاك چين دوستۍ مظهر سي ??ېك منصوبه به په هر حال كښې سر ته ر??ولې شي او د دې خواږه به د هېواد هر خاص او عام لپاره وي ۔ وزيراعظم د سي ??ېك اتهارټۍ د كاركردګۍ ستائنه كولو سره امر وكړو چې د دې ادارې كاركردګي او استطاعت لا كوټلے ك??لو لپا??ه ضروري ګامونه پورته كړئ۔ په غونډه كښې وفاقي وزيرانو اسد عمر، مخدوم خسرو بختيار، عمر ايوب، د ت??ارت سلاحكار عبدالرزاق داؤد، د سي ??ېك اتهارټۍ چيئرمېن ليفټيننټ جنرل (ر) عاصم سليم باجوه او د اړوندو وزارتونو لوړ پورو ګډون وكړو