اسلام آباد 25 جون (اے پي پي) وزيراعظم عمران خان د 1124 مېګاواټ د كوهاله هائيډرو پاور پروژې د تاريخي درې اړخيزه لوظنامې هركلے كولو سره وئيلي دي ??ه پاكستان كښې د سرمايه كارې په اړه نن ورځ ډېره مهمه ده، د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو پروژو سره به د روزګار موقعې راپېدا شي، دې سره به پاكه او ارزانه برېښنا هم په لاس راشي. وزيراع??م دا خبرې د زيارت په ورځ د 1124 مېګاواټ د كوهاله هائيډرو پاور پروژې د درې اړخيزه لوظنامې د لاس??يك دستورې ته په خپله وېنا كښې وكړې. دا پروژه د سي پېك برخه ده، په دې پروژه كښې به د 2.4 اربه ډالرو سرمايه كاري كولې شي. په دې موقع وزيراع??م د لوظنامې هركلے كولو سره دا ??ه پاكستان كښې د سرمايه كارې په اړه تاريخي لوظنامه وګرځوله. ده ووئيل د تهري ګارجيز نامتو كمپنې لخوا په دې پروژه كښې ګډون خوشبينه دے. ??ه پروژه كښې به د 2.4 اربه ډالرو سرمايه كاري كولې شي. وزيراعظم ووئيل ??ه پاكستان كښې د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو لوي صلاحيت موجود دے، د اوبو څخه د برېښنا پېدا كولو پروژو سره به د روزګار موقعې راپېدا شي. ده ووئيل ??ه پاكستان كښې تر څو د اوبو څخه برېښنا پېدا كېدله نو بېعه ئې كمه وه او په نتيجه كښې ارزانې برېښنا سره سره د پرمختګ رفتار هم زيات ؤ، خو بيا وروستو په درآمدي اېندهن د انحصار زياتېدو په وجه د برېښنا بېعې هم لوړې شوې او د دغې د زرمبادله ??ه پانګ?? او د كرنټ اكاٶنټ په خساره منفي آغېز وشو