اسلام آباد 01 جون (اے پي پي) تجارت لپاره د وزيراعظم سلاحكار عبد الرزاق داٶد وئيلي دي حكومت د ټېكسټائل ، كركيلي او د انجينئرنګ پشمول د معيشت ټول څانګو ته يو ډول ??ام لرنه كولو سره د برآمدات زياتولو عزم لري ۔ اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل د تېرو څو مياشتو په مهال د كرونا وائرس له امله د هېواد د برآمدات صورتحال سم نه ٶ، د اپرېل مياشت په مهال د تېر كال دومره مودې په مقابل كښې برآمدات 54 فيصده كم?? شوي۔ ده ووئيل د هېواد د برآمداتو ودې لپاره كوټلې ګامونه پورته كړې شوي ، برآمدات زياتول?? لپاره “ميډ ان پاکستان” پاليسي د حکومت ترجيح ده ۔ ده ووئيل په دې حقله اېجنډا كابينه اقتصادي رابطه كم??ټۍ ته لېږلې شوې۔ ده ووئيل د تجارت وزارت د صنعتي پېداوار زياتوالي لپاره په راتلونكي بجټ كښې په ټېرف سټركچر كښې بدلون غواړي دغسې چې مېډ ان پاكستان پاليسي كاميابه كړې شي