اسلام آباد 13 مئي (اے پي پي) د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير سېنېټر شبلي فراز وئيلي دي د پن??اب وزيراعلٰې عثمان بزدار او د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير اسد عمر د چينو په اړه جوړ كمېشن ته په وړاندې كې??و د قانون د احترام يو مثال جوړ كړے، دا خبره په عملي توګه ثابته ش??ې چې په نوي پاكستان كښې قانون د كسانو نه بلكې كسان د قانون تابع دي، احتساب د جمهوريت بنيادي برخه ده۔ د شورو په ورځ خپل ټويټ كښې وفاقي وزير ووئيل د خود احتسابۍ داسې مثال په ماضي كښې نه موندلې كېږي، په ماضي كښې د تحقيقاتي ادارو بې توقيري شوې، مغليه جاه او جلال سره به پيشۍ كېدلې او دننه د ??وا??ونو د ځوابونو وركولو په ځاے به بهر د تحقيقاتي ادارو نه ??وا??ونه كېدل ځكه چې دوي به د قانون احترام د خپل سهولت له مخې كولو