اسلام آباد 07 مئي (اے پي پي) حکومت د ضرورت د څيزونو نه علاوه د تعميرات سره د اړوند كاروبار او دكانونو پرانستلو له د اجازې ??ركولو پرېكړه كړې ده ، ماښام پنځه بجې به دكانونه بندول وي، خاص او پي ډيز به هم پرانستلې شي، تعليمي ادارې به هغسې بندې وي۔. د زيارت په ورځ د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ كښې د قامي رابطه كمېټۍ غونډ?? نه پس ميډيا ته د بريفنګ په مهال وفاقي وزير اسد عمر ووئيل په غونډه كښئ په شپږو څيزونو سلا راغلې ، د پشمني نه پس د ماښام تر پنځو بجو د دكانونو پرانستلو پرېكړه شوې ، د شپې د دكانونو د بندو ساتلو پرېكړه شوې او خاص او پي ډيز به هم پرانستلې شي خو تعليمي ادارې به هغسې بندې وي ۔ وفاقې وزير اسد عمر ووئيل تر اوسه چې څومره پرېكړې شوي د صوبو په مشاورت سره شوي ٬ دا د وزيراعظم پرېكړه و?? چې يو قدم هم د صوبو د مشاورت نه غېر وانخلۍ۔ده و??ئېل كه وزيراعظم غوښتل نو په آئيني اختيار كارولو ئې پرېكړې مسلط كولې هم شوې۔ ده و??ئيل بيا بيا دا وئيلي كېږي چې معيشت زيات ضروري دے يا انساني ژون?? ۔ ??سد عمر ووئيل نن د قامي رابطه كمېټۍ غونډه كښې بېلا بېل تجويزونه وړاندې كړې شول او د شپږو پرېكړې وشوې۔ ده و??ئيل د ماركيټونو د پرانستلو پرېكړه شوې ۔ اسد عمر ووئيل د پشمني نه پس هم د دكانونو پرانستلو د اجازې ??ركولو پرېكړه شوې ۔ وفاقي وزير ووئيل وړو ماركيټونو ٬ كوڅو او كليوالو سيم?? كښې دكانونه چرته چې زياته ګڼه نه و?? ھغوي ته د دكانونو پرانستلو اجازه وركړې شوې ۔ اسد عمر ووئيل د خوراك او داروګانو نه علاوه په اوونۍ كښې دوه ورځې د وړو ماركيټونو او دكانونو د بندو ساتلو پرېكړه شوې ده۔