اسلام آباد 16 نومبر (اے پي پي) د بشري حقونو وفاقي وزيرې ډاكټر شېرين مزاري وئيلي دي چې وزيراعظم عمران خان د هندي وزيراغظم نرېندر مودي او د آر اېس اېس نظريه د نړۍ پ?? وړاندې څرګنده كړې او د بي جے پي بنيادي نظريه ئې له مېنځه وړې۔ د بشري حقونو وزارت لخوا جاري شوې خبر پاڼې له مخې وفاقي وزير دا خبرې د پي اېس ډي پي آئي تر سيوري لاندې د كشمير بحران او سمه ايز امن ته ورپېښ چېلنجونه ??ه موضوع كنفرنس ته په خپلې وېنا كښې وكړې۔ وفاقي وزيرې ووئيل چې دا وئيل د??ست نه دي چې اوسني حكومت د كشمير ??ه مسئله ??ه مناسب انداز كښې اق??امات نه دي كړي بلكې د دې برعكس وزيراعظم عمران خان د مودي سركاري او آر اېس اېس ناپاك عزائم د نړۍ پ?? وړاندې څرګند كړي دي۔ هغې ووئيل چې وزيراعظم عمران خان د كشميري اولس د آزادې تحريك په ډاګه كولو او د هندي ظلمونو سره مخ د كشميريانو آواز په ټوله نړۍ كښې ??ه موثر ډول وړاندې كولو سره خپل هغه لوظ پوره كړے په كوم چې ده عزم كړے و چې هغه په كشميريانو وك??لت كوي۔