سرينګر 26 اکتوبر (اے پي ??ي) پھ مقبوضه كشمير كښې د كل جماعتي حريت كنفرنس چيئرمېن سيد علي ګېلاني ﴿نن﴾ د اتوار ??ه ورځ په مقبوضه كشمير كښې د مكمل هړتال كو??و غږ كړے چې دغسې هند ته دا واضح پېغام وركړے شي چې كشميريان په خپله خاوره د هند غېر قانوني قبضه ردويِ٬ِ هندي ځواكونو په كال 1947م كښې د اكتوبر په 27??ه نېټه په جمو او كشمير يلغار ??ولو سره په دې د كشميريانو د خواهشاتو په ضد او د نيمې وچې د تقسيم د اصولو او ضوابطو په ضد په زور قبضه كړې وه۔ د كشمير مېډيا سروس له مخې د سيد علي ګېلاني وياند لخوا جاري شوي بيان كښې وئيلي شوي دي چې سيد علي ګېلاني د اكتوبر 27مه نېټه د تاريخ تر ټولو توره ورځ ګرځولې او د مقبوضه كشمير نه بهر اوسېدونكو كشميريانو ته ئې هم خواست كړے چې د نړۍ پام د كشميريانو ستونزو ته راړولو لپاره دې د اكتوبر په 27??ه نېټه مظاهرې وكړي۔ ده ووئيل چې هند د كشميريانو قتل عام٬ ظلم او تشدد روان ساتلې۔ ده ووئيل چې تاريخ شاهد دے چې كو?? قوم تر ډېره وخته داسې افعالو سره محكوم نه شي ساتل كېدے۔ ده ووئيل چې كشميرې اولس به په يو صورت هم د هند غېر قانوني تسلط قبول نه كړي۔