اسلام آباد 16 اګست (اے پي پي) خارجه وزیر شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې د وزیر اعظم عمران خان او امريكائي ا??لسمشر ډونلډ ټرمپ ترمېنځه د جمعې په ورځ ټېلي فوني تماس خبري اترې شوي۔ په دې مهال د مقبوضه كشمير٬ افغانستان او د منطقې په صوتحال خبرې اترې شوي ۔ ميډيا ته د بريفنګ په مهال خارجه وزير ووئيل وزیراعظم امريكائي ا??لس مشر د مقبوضه كشمير په تناظر كښې د پاكستان د تشويش او سيمه كښې امن او استحكام ته د پېښو خطرو او د پاكستان د موقف څخه تفصيل سره خ??ر كړو٬ وزیر اعظم ټرمپ ته د کشمیر په معامله د سلامتي كونسل غونډې په اړه هم د پاکستان نقطه نظر نه خ??ر كړو۔ ده ووئيل اولس مشر ټرمپ سره د افغانستان په اړه هم خبرې شوې دي۔ وزیراعظم واضحه كړې چې پاکستان عمر له افغانستان كښې د كوټلي ا??ن او استحكام لپاره د عزم څرګندو??ه كړې ۔ وزیر اعظم ووئيل پاكستان چې كوم كردار ترسره كړې دې ھغه ئې د منطقې ښه والي لپاره ترسره كړې دې۔ خارجه وزیر ووئيل وزیر اعظم او اولس مشر ټرمپ پرله پسې د تماس جاري ساتلو او د منطقې په صورتحال د بحث كولو پرېكړه كړې۔ شاہ محمود قرېشي وئيلي دي چې پاکستان د کشمیر په معامله 5 مستقل غړ?? په اعتماد كښې د اخستو په غرض تر اوسه امريكې ٬ روسيې، چ??ن او برتانیې ته خپله نقطه نظر وړاندې كړې دې او د پنځم مستقل غړ?? فرانس اولس مشر سره هم د رابطې هڅې كوي