بيجنګ 10 اګست (اے پي پي) د چين نائب خارجه وزير لو ژاؤ هوئي سره د پاكستان سفيرې نغمانه هاشمي ملاقات وكړو۔ په دې موقع د چين نائب خارجه وزير د پاكستان نوې سفيرې ته د چوكۍ ??ه سنبالولو مباركي وركړه۔ د چين د خارجه وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې په دې موقع د پاكستان او چين پ?? دوه اړخيزه اړيكو او د منطقې په اوسني صورتحال خبرې هم وشوې۔ د چين او د پاكستان د خارجه وزارتونو ?? نړيوالو چارو ډائرېكټرانو هم ملاقات كړے چې پكښې د ملګرو ملتونو په چارو مشوره شوې۔