اسلام آباد 09 اګست (اے پی پی)وزيراعظم عمران خان د خاص اقتصادي زونز زر تر زره په بشپړه توګه فعالولو په اهميت زور راوړولو سره وئېلي دي اقتصادي زونز زر تر زره فعاليت او په دې كښې برېښنا٬ګاز٬اوبو او روډ انفراسټركچر غوندې بېلې آسانۍ وركول د حكومت وړومبې ترجيح ده ۔ده دا خبره د جمعې په ورځ په هېواد كښې جوړو كړو خاص اقتصادي زونز په اړه د اعلٰی كچ غونډې مشري كولو په مهال كړې۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير مخدوم خسرو بختيار٬د توان وفاقي وزير عمر ايوب خان٬د تجارت صلاحكار عبدالرزاق داؤد٬د خزانې صلاحكار عبدالحفيظ شېخ٬خاص مرستيال نديم بابر٬د سرما??ه كارۍ بورډ چيئر??ېن زبير ګېلاني٬د پلاننګ دوهم چيئر??ېن جهانزېب خان٬اړوندو وفاقي سېكترانو٬صوبائي سېكترانو او نورو سينئر افسران ګډون كولو۔د هېواد په بېلو برخو كښې جوړو شوو د خاص اقتصادي زونز موجوده صورتحال٬زونز كښې جوړو صنعتونو لپاره ضروري آسانيو او هغه په بشپړه توګه فعاله كولو لپاره د سباؤن په لائ??ه عمل تفصيلي بريفنګ وركړی شو۔د سرما??ه كارۍ بورډ چيئر??ېن پھ خاص اقتصادي زونز كښې جوړو صنعتونو ته د حكومت لخوا وركړې شوو مراعاتو په اړه خاص بريفنګ وركړو۔وزيراعظم عمران خان ووئيل د خاص اقتصادي زونز فعاليت نه يوازې صنعتي عمل تندولو او كاروباري طبقو ته د ورمخې ته شوې ستونزې لرې كولو لپاره مهم دے بلكې دې سره به ځوانانو او هنرمندانو لپاره د روزګار موقعې پېدا كولو له هم زياته مرسته ترل??سه شي۔وزيراعظم د خاص اقتصادي زونز فعاليت او په هغې كښې د آسانيو په حقله وفاق ٬ صوبائي حكومتونو او اړوندو ادارو ترمينځه د رابطو باوري كولو له د سرما??ه كارۍ بورډ چيئر??ېن زبير ګېلاني فوكل پرسن غوره كړو۔دې به خاص اقتصادي زونز كښې د برېښنا٬ګاز٬د اوبو او نورو آسانيو په لړ كښې ټائم فريم سره وزيراعظم ته راپور وړاندې كوي او دا خبره به باوري كوي چې ټاكلې موده كښې به تر نظره اهداف ترل??سه كولې شي