اسلام آباد 06 مئی (اے پی پی)د سېنېټ چيئرمېن محمد صادق سنجراني د پاكستان او ازبكستان ترمينځه تجارتي روابط لا زيات??لو او بېلو څنګو كښې د سرمايه كارۍ نوې ??وق??ې په لټ??لو زور راوړې دې ۔ده دا خبره د ازبكستان سفير فرقت صديقوف سره په پارليمڼت هاؤس كښې د ګل په ورځ د ملاقات په مهال كړی۔سفير ته هركلي ك??لو سره د سېنېټ چيئرمېن ووئېل پاكستان ازبكستان سره خپلو دوه اړخيزه اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري او زمونږ خواهش دے چې دا اړيكې پھ بېلو څانګو كښې لا پراخه كړې شي۔په ملاقات كښې د دوه اړخيزه پارليماني٬تجارتي٬سرمايه كارۍ او اقتصادي مرستې تنظيم ودې لپاره د رود مېپ جوړ??لو په ضرورت زور راوړلې شو۔د سېنېټ چيئرمېن ووئيل په پارليماني كچه د رابطه كارۍ لا ښه ك??لو ضرورت دے ۔صادق سنجراني ووئيل پاكستان او ازبكستان په نړيواله او د منطقې په كچه په بېلو فورمونو كښې د يو بل د دريځ ملاتړ كړی او د منطقې پائيدار امن او پرمختګ او خوشحالۍ لپاره د دواړو هېوادونو وژن شريك دے ۔د ازبكستان سفير د سېنېټ چيئرمېن مننه ك??لو سره ووئېل په منطقه كښې پائيدار امن د منطقې پرمختګ او خوشحالۍ لارې هواري كړي۔د سېنېټ چيئرمېن د ازبكستان پارليمان٬اولس او حكومت لپاره د نيكو هيلو څرګندونه ك??لو سره هيله څرګند كړه چې دواړه هېوادونه دوه اړخيزه اړيكې لا قوي ك??لو لپاره به هڅې روانې ساتي