اسلام آباد 02 اپرېل (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي اسلامي ن??ریاتي کونسل د يوې آئيني ادارې په حېث د صفائۍ٬ ورثې ٬ ناقص خوراك ٬ د ماشومانو زيږون كښې دمه٬ د ماحوليات او د اوبو بچت پشمول په مهمو سماجي معاملو ځانګړي كردار تر سره كوي٬ اسلام د ژوند يو بشپړه ضابطه لري۔ د اسلامي ن??رياتي كونسل په نامه خپل پېغام كښې اولس مشر امر كړې چې د حضرت محمد ﷺ د ځالانده دور غوندې د م??بر اصل كردار تر اولس ورسوئ۔ ده ووئيل اسلام يوه بشپړه ضابطه د ژوند لري ٬ د جوماتونو امامان د هرې جمعې په ورځ خلقو ته د م??بر د لارې مخاطب كېږي٬ ده ووئېل ضرورت د دې خب??ې دے چې ھغوي د اولس راهنمائي وكړي او ورته د مهمو سماجي چارو ٬ عبادتونو او دود دستور په اړه سپارښتنې وكړي۔ ده ووئيل پاكوالې سنت دے او په دې سنت عمل كولو سره مونږ په يو شمېر متعدي رنځونو قابو موندلې شوو او په دې لړ كښې د مسواك او اودس سنت مثالي دے۔ اولس مشر ووئيل اسلام كښې د وراثت واضح قوانين شته او د دې قوانينو د خلاف ورزۍ كوٶنكو مسكن جهنم ګرځولې شوې٬ ده ووئېل تر اوسه مېرمنې د وراثت څخه محرومه ساتلې كېږي۔ ده ووئيل بايد م??بر هم په قوانينو عمل كولو لپاره وكارولې شي۔ اولس مشر د وړو انجونو ودولو په حقله ووئيل د دې په سوب د ژوند په وړومبي پړاٶ كښې د حمل نتيجه ناقصه خوراك او د كمزورې ودې په صورت رامخې ته كېږي۔ ده په اسلامي ن??رياتي كونسل زور رواړو چې ھغوي د جوماتونو امامانو ته امر وكړي چې ھغوي د كميونټۍ اولس د كمزورې ودې ، د ماشومانو په زېږون كښې دمه او د مور د شودو وركولو په لړ كښې رهنمائي وكړي۔ اولس مشر ووئيل اسلام د ماحوليات په تحفظ زور رواړي او م??بر دې د پاك او ګرين پاكستان حقيقت نه خلق خب??لو لپاره پكار راوستلې شي ٬ ده ووئېل په دې لړ كښې بايد د حضورﷺ حادیثونه زمونږ رهنما اصول وګرځي۔ اولس مشر د آئين آرټيكل 230 ون اے اسلامي ن??رياتي كونسل ته دا ذمه واري وركوي چې په قانون سازۍ كښې د ادارو لارښودنه وكړي دغسې چې د پاكستان د مسلمانانو ډاډګيرنه اوشي چې ھغوي خپل انفرادي يا اجتماعي ژوند د قرآن او سنت له مخې برابر كړې شي۔ اولس مشر اسلامي ن??رياتي كونسل ته بلنه وركړه چې ھغوي د دې پېغامونو په رنا كښې د اولس شعور بېدارولو لپاره