اسلام آباد ۔ 20 مارچ (اے پی پی) د وزيرايعظم د موسمياتي بدلون صلاحكار ملك امين اسلم وئيلي دي د ملګرو ملتونو ماحولیاتی اسمبلۍ كښې د پا??ستان لخوا په ډوزيئر وړاندې كېدو هند سخ??ې شرمندګۍ سره م?? شوې۔ نن نړۍ زمونږ د دريځ تائيد كوي۔ د قیمتی اثاثو تحفظ زمونږ تر ټولو وړمبنۍ ترجيح ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورؤ په ورځ اے پي پي سره خبرو كښې وكړه۔ امین اسلم ووئيل تېرو ورځو كښې د كينيا پلازمينه نېروبي كښې په نړيوال ماحولياتي كنفرنس كښې د پا??ستان لخوا د ډوزيئر وړاندې كولو ګام هند لپاره ډېر د حېرانتيا ؤ او په دې هند ډېرې شرمندګۍ سره م?? شوې ولې چې مونږ نړۍ د زمكيزو حقائقو څخه خبرولو كښې وئيلې وو هندي هوائي ځواك د پا??ستان پولو په توره شپه خلاف ورزي كولو سره بالاكوټ ته نزدې د بلين ټري سونامي په اونو بمبار سره د درځنونو په شمېر اونو ته زيان رسولو سره چاپېرچل سره د خ??لې دښمنۍ ښكاره ثبوت وركړې او دا ئې هم ثابت كړې چې مودي نه يوازې نړيوال امن له خطر دے بلكې ماحولياتي ترهګر هم دے ۔ ده ووئيل كنفرنس كښې ګډون كوؤنكو هېوادونو د پا??ستان دريځ واورېد او ملاتړ ئې وكړو۔ ده ووئيل مونږ نړۍ ته ووئيل چې پا??ستان يو ذمه وار هېواد دے او مونږ د خ??لو قيمتي اثاثو تحفظ كولې شؤو۔ د هېواد خ??لواكي ٬ د پولو ساتنه او قامي تشخص سره سره د قيمتي قدرتي وسائلو ساتنه زمونږ تر ټولو اولنۍ ترجيح ده۔ امن اسلام ووئيل د كنفرنس په مهال زما ملاقات د جاپان او كوريا خپلو همڅنګو سره اوشو او هغوي زمونږ د دريځ ملاتړ ??ړے ۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو د انوائرمنټ پروګرام اي ډي جوائس ایمسوها هم ماحولياتي تحفظ له د پا??ستاني حكومت د پورته كړو ګامونو ستائنه كړې ده