اسلام آباد 18 جنوري (اے پي پي) د خارجه وزارت لخوا قومي اسمبلې ته وئيلي شوي دي چې هن??ي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي٬ د نړۍ په هر فورم د هن?? مكرو څېره پ?? ډاګه كولو لپاره هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ د جمعې په ورځ د قومي اسمبلۍ په غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د نورين فاروق خان د پوښتنې په ځواب كښې د خارجه وزارت لخوا په تحريري توګه قومي اسمبلۍ ته ووئيل شول چې په مقبوضه كشميړ كښې د هن??ي ځواكونو لخوا ?? بشري حقونو څخه سرغړونې روانې دي٬ د كشمير مېډيا سروس له مخې هن??ي ځواكونو د تېرو پنځو كلونو په مهال په مقبوضه كشمير كښې 1139 كسان شهيدان كړي دي۔ كال 2018م په مقبوضه كشمير كښې خونړۍ كال و په كوم ??ښې چې قابض ځواكونو 350 بې ګناه كشميريان شهيدان كړي دي او ګڼ شمېر كسان ئې نابيا او معذور كړي دي چې پكښې مېرمنې او ماشومان هم شامل دي۔ د فرورې په 5مه نېټه د خپلواكې د حق ورځ لمانځل كېږي۔ د خرم دسګير د پوښتنې په ځواب كښې عندليب عباس ووئيل چې د هن?? د سرجيكل سټرائيك ډنډورا پاك پوځ او سول ادارو غلطه ګرځولې او اوس د هن?? مېډيا هم وائي چې د هن?? پروپېګنډ?? غلطه وه۔