اسلام آباد ۔ 31 اکتوبر (اے پی پی) وزیراعظم عمران خان س??ه د ایران خارجه وزير ډاکټر جواد ظریف د شورو په ورځ ليدلي۔ د ايران خارجه وزير جواد ظريف د پاكستان په سركاري دو??ه دې ۔ د پاکستان دورہ كوٶنكي د ايران خارجه وزير وزیراعظم عمران خان ته د ايران اولس مشر حسن روحاني لخوا په ذاتي توګه د منصب په سنبهالولو د مباركۍ پېغام ورورسولو او وئې وئيل چې ايران د دواړو هېوادونو ترمېنځه شريكو اړيكو او مرستې ته د لا پراختيا وركولو عزم لري۔ د ایران د اولس مشر حسن روحاني په پېغام د غبرګون څرګندونه كولو سره وزیراعظم عمران خان ايران س??ه د سياسي او اقتصادي رابطو لا مستحكم كولو د خواهش څرګندونه وكړه ۔ وزیراعظم ووئيل ټولو ګاٶنډيانو سره اړيكې ښه كول زمونږ د حكومت د خارجه پاليسۍ مهمه برخه ده ۔ په دې موقع د پاك ايران دوه اړخيزه اړيكو سره س??ه د شريكې خوښې په چارو او په سيمه ايزو او نړيوالو چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ وزیراعظم د اسلامي هېوادونو ترمېنځه په شخړو او د اتحاد په نشتوالي د خپل تشويش څرګندونه وكړه او په دې لړ كښې ئې د يمن اولس ته د پېښو بشري ح??ون?? د مسئلو ذكر وكړو۔ وزيراعظم د يمن د شخړې هواري لپاره په ذاتي توګه د ثالثۍ كردار لوبولو وړاندېز كولو سره ووئيل چې كه ټولې اړوند ډلې ??ه دې سلا وي ??و پاكستان د شخړې خاتمې لپا??ه د ثالثۍ كردار ترسره ??ول?? شي۔ وزیراعظم عمران خان د ایران قیادت او اولس لپا??ه د نېكو هېلو څرګندونه وكړه