کراچی ۔ 13 اکتوبر (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علو ي په اولس او په اړوندو حكومتي ادارو زور راوړې دې چې ه??ه دې په پاك او شين پاكست??ن مهم كښې په ګډه برخه اخستو سره دا اهم قومي مهم كامياب جوړولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ ده دا ??بر?? د 5 كلن پاك او شين پاكست??ن مهم په اېكشن ډے راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ ده ووئيل زمونږ پېغمبر علېه السلام خپلو فرمانبردارو ته د چاپېرچل پاك ساتلو تلقين كړې دې۔ دستوره كښې د كراچۍ ميئر وسيم اختر ٬ اولسي نمائندګان او د ژوند بېلو څانګو سره تعلق لرونكي كسان هم موجود وو۔ د اولس مشر په دې موقع د كچرې پورته كولو او ددې ځائې ته د رسولو كار كښې برخه واخسته۔ اولس مشر ووئيل د ټولو وګړو ذمه واري ده چې د خپلو كورونو او خپل چاپیرچل د صفائۍ خيال وساتي۔ اسلام دروحاني پاكيزګۍ سره سره د جسماني پاكيزګۍ په ځائې ساتلو هم تلقين كړې دې۔ پېغمبر علېه السلام به 5 وخته اودس كولو سره سره د خوراك نه وړاندې او وروستو لاسونه وينځل۔ سره ددې چې عربستان كښې اوبه ??مې وې ولې دې سره د صفائۍ اهميت په ډاګه كېږي۔ ده ووئيل د كچرې كوڅو كښې غورځولو په ځائې ددې ډسټ بن ته اچول د اولس ذمه واري ده۔ دې نه وروستو دا د اړوندو حكومتي ادارو ذمه واري ده چې دا ځائې ته ورسوي۔ ده ووئيل د صفا او شين پاكست??ن مهم كاميابۍ په نتيجه كښې به هېواد كښې د اوبو مسئله هم حل شي۔ اول مشر ووئيل هېواد كښې د اوبو كمي ستونزې هوارولو ته دې په سمدستي توګه پام وكړې شي