اسلام آباد ۔ 31جولائی (اے پی پی) اولس مشر ممنون حسېن وئيلي دي د پاكستان او برازيل ترمينځه بېلو څانګو كښې زياتېدونكې اړيكې خوشبينه دي۔ هيله ده چې سباؤن كښې به دا اړيكې لا وده ومومي۔ ده دا خبره د برازيل د وسله والو ځواكونو مشر اېډمرل اېډي مير سوبرينو ??ره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه چا چې اولس مشر ??ره د نهې په ورځ ايوان صدر كښې ملاقات وكړو۔ په دې مهال پاكستان كښې د برازيل سفير كلا ډيو راجه په شمول نور اعلی سول او پوځي چارواكي هم موجود وو۔ اولس مشر ووئيل د نیوکلیئر سپلائرز ډلې په غړو كښې د زياتوالي په لړ كښې د برازيل كردار د ستائنې وړ دے ولې چې برازيل په دې لړ كښې په انصاف اډانه دريځ خپل كړې۔ ده ووئيل د كشمير مسئلې حل په اړه هم برازيل سم دريځ خپل كړې دغسې چې د ملګرو ملتونو د قراردادونو په رڼا كښې دا پخوانۍ ستونزه هواره كړې شي۔ اولس مشر د پاك بحريه په پېشه ورو مشقونو كښې د برازيل د مبصر په حېث د ګډون كولو ستائنه وكړه او هيله ئې ولر??ه چې سباؤن كښې به د دواړو هېوادونو ترمينځه مرسته لا زياته شي۔ اولس مشر ووئيل د پاكستان او برازيل ترمينځه د دفاع ??ره ??ره د تجارت ٬ سرمايه كارۍ ٬ تع??يم او كلتور په څانګو كښې د مرستې لازياتولو ته هم اړتيا ده۔ د دې مقصد لپاره د دواړو هېوادونو د پوهانو پلاويو تګ راتګ بايد زيات شي۔ ګران مېلمه په دې مهال اولس مشر ته د برازيل وسله والو ځواكونو يو يادګاري شيلډ هم وركړو۔