اسلام آباد 10 مئی (اے پی پی) د اے اېن پي پارلماني لارښود حاجي ??لا?? احمد بلور وئېلي دي د سركاري ملازمانو تنخا كښې بايد 20 فيصده زياته كړې شي٬ د مذهبي انتهاخوښۍ ختمولو ٬ سي پیك څخه يو ډول استفادې كولو او فاټا په خېبرپښتونخوا كښې ضم كولو لپاره دې ګامونه پورته كړی شي۔د زيارت په ورځ قامي اسمبلۍ كښې حاجي ??لا?? احمد بلور په بجټ بحث كښې ووئيل د شهيدې ??ېنظيربهټو د قتل ملزمانو په پرېښودلو احتجاج او د دغې غ??دن?? كوم بايد عدليه دې معاملې ته پام لرنه وكړي۔ده په بجټ او د حكومت په اقتصادي پالېسو ټكونه كولو سره ووئيل د اقتصادي پرمختګ اندازه د ډالر په قدر كښې د زياتوالي څخه كېږي دغسې د قرض اخستل او ګراني هم زياته شوې۔ده ووئيل د سركاري ملازمانو په تنخاګانو كښې بايد 20 فيصده زياتوالې وكړې شي۔ده ووئيل د بناسپتي غوړو بيعه دې كمه كړی شي دغسې چې غريبانو ته هم ګټھ ورسي۔ده ووئيل پھ صوبه كښې د بې روزګارۍ كچه زياته ده او ګڼ شمېر پښتانه مينځني ختيز او بلوچستان كښې د سكرو په درنګ كښې خواري كوي۔حاجي ??لا?? احمد بلور پخپله وېنا كښې د تحريك انصاف په صوبائي حكومت هم ټګونه وكړل۔