اسلام آباد 10 مئي (اے پي پي) پاکستان د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود خالد ??راساني نامه د ترهګرو په لسټ كښې په نه شاملولو د ملګرو ملتونو په پرېكړه د ما??وس?? څرګندونه كولو سره وئيلي دي دې سره د نړيوالې ادارې دوه مخيز معيار په ډاګه شوے ٬ د ملګرو ملتونو پرېكړه د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي ده٬ ملګرو ملتونو كښې به د خالد ??راساني معامله بيا پورته كوٶ٬ نړيواله ورورولي دي د كشمير كشالې سپېځلې هواري له خپل كردار ترسره كړي٬ د خ??لواكۍ حق جائزو هلو ځلو له به د كشميريانو ملاتړ دوامداره ساتو۔ د زيارت په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر و??ان?? ډاكټر محمد فېصل د خبرلانو د پوښتنو ځوابونه وركولو سره ووئيل د ملګرو ملتونو په سېكيورټي كونسل كښې د لغوه ډلې جماعت الاحرار لارښود عمر خالد ??راساني نامه د ترهګرو په فهرست كښې په نه شاملولو مايوسه شوې يو٬د د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان د قربانيو نفي شوې ۔ و??ان?? ووئيل د لغوه ډلې د ترهګرو لاسونه د بې ګناه پاكستانيانو په وينو رنګ دي۔ و??ان?? ووئيل پرېكړې څخه د نړيوالې ادارې دوه مخيز معيار په ډاګه شوې او د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې زمونږ د قربانيو نفي شوې۔ د كشمير پحقله و??ان?? ووئيل د كشميري اولس د خ??لواكۍ حق لپاره هڅې كوي٬ هند كله هم د كشميريانو حوصلې له ماتې نشي وركولې٬ د كشمير كشاله د كشميريانو د خ??لواكۍ حق سره هوارېدې شي۔ ده ووئيل پاكستان هند سره د كشمير پشمول په ټولو تصفيه طلب معاملو خبرو اترو له چمتو دے۔ و??ان?? په نړيوالې ورورولې ټېنګار وكړو چې ھغويې كشميري اولس سره لوظونه عملي كولو سره د كشمير د اوږدې مودې شخړه هوارولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔ و??ان?? ووئيل د مئي په 6مه نيټه ډهاكه كښې د او آئي سي خارجه وزيرانو په كنفرنس كښې په متفقه توګه د شخړيز كشمير كشالې پحقله 5 قراردادونه منظور كړې شول٬ قراردادونه د جمو او كشمير په شخړه٬ د پاك هند سوله ايزو خبرو اترو٬ هند كښې د مذهبي ځايونو په تحفظ٬ د او آئي سي غېر جانبداره هيومن رائټس كمېشن په جوړولو او شخړيزو سيمو يا هېواد كښې د او آئي سي او د مسلم كميونټي ترمېنځه اقتصادي مرستې پشمول وو۔ د پي ټي اېم پحقله د يوې پوښتنې په ځواب و??ان?? ووئيل نړۍ كښې چرته هم كډوالو ته د سياسي هلو ځلو اجازه نه وي٬ په پاکستان كښې هم دغه قانون لاګو دے۔ د پاك امريكې اړيكو پحقله و??ان?? ووئيل روسيې سره زمونږ اړيكې په ښه كېدو دي خو امريكې او ناټو سره هم زمونږ اړيكې ښې دي۔ و??ان?? ووئيل امريكې سره په ټولو موضوعاتو خبرې روانې دي۔ د هند په او آئي سي كښې د مبصر په حېث د شاملېدو تجويز پحقله و??ان?? ووئيل دا معامله كله هم د او آئي سي په اېجنډا شامل نه وه ۔