اسلام آباد ۔ 9 مئی (اے پی پی) اولس ??شر ممنون حسېن وئيلي دي اسټريټ چلډرن زمونږ د زړه ټوټې دي۔ دوئي هم په ټولو اسانيو يو ډول حق لري۔ ددې كوچنيانو وړاندې رواستلو كښې د م??لم هېنډ خذمات د ستائنې وړ دي۔ اولس ??شر دا خبره د فټ بال نړيوالو مقابلو كښې ګډون كوؤنكو لپاره د م??لم هېنډ انټرنېشنل تر سېوري لاندې روسيه ته د تلونكي اسټريټ چلډرن ډلې سره خبرو كښی وكړه۔ په دې مهال د مذهبي چارو دوهم وزير پیر ا??ین الحسنات شاہ ا?? چیئرمېن م??لم هېنډ انټرنېشنل سید لختِ حسنین شاہ هم موجود و۔ اولس ??شر لوبغاړو ته نصيحت كولو سره ووئيل كله چې دوئي د لوبې م??دان ته كوز شي نو ځان بايد چا څخه كم نه شمېري او د خپل هېواد د عزت او سرلوړۍ جذبه هر وخت تر نظر لاندې ساتي۔ اولس ??شر ووئيل لوبغاړي بايد لوبو سره سره زده كړو ته هم خاص پام لرنه وكړي ولې چې زده كړې تر ټولو زيات لوئے طاقت دے كوم چې قامونه پورته كوي۔ په دې مهال دوهم وزير پير امين الحسنات شاه ووئيل د ژوند د ډېرو نعمتونو څخه محروم دا كوچنيان د كاميابۍ جذبې سره روسيه ته روان دي او مونږ هيله لرو چې دوئي به هېواد څخه لرې د هېواد بېرغ هسك وساتي۔