اسلام آباد ۔ 29جولائی (اے پی پی) د پا??ست??ن اكانومي واچ صدر ډاكټر مرتضی مغل وئيلي دي د عمران خان بريا نه وروستو امريكا ٬ اروپا او هند ته به د بدلېدونكي پا??ست??ن په اړه خپله رويه بدلول وي۔ كه د نوي پا??ست??ن په جوړولو كښې دوئي مرسته ونكړه او زمونږ په لاره كښې ئې ??نډان راولاړ كړل نو زيان ب?? ئې ??وئي ته رسي۔ ده ووئيل آئی اېم اېف، ورلډ بېنک، آسيائي پرمختيائي بېنك او نورې نړيوالې ادارې دې هم خپلو منفي رويو ته بيا كتنه وكړي ولې چې نړيوال او سيمه ايز استحكام لپاره د پا??ست??ن مستحكم كېدل ضروري دي۔ ډاكټر مرتضیٰ مغل د اتوار په ورځ خپل بيان كښې ووئيل نوې حكومت دې اقتصادي م??ام??و ته دومره پام لرنه وكړي څومره چې سياسي م??ام??و ته كولې شي چې ورسره استحكام پېدا شي او د كاروباري ورورلۍ باور زيات شي۔ ده ووئيل بهر هېوادونو كښې د اثاثې لرونكو عناصرو په ضد چې څومره زر كارروائي پېل كړې شي نو ښه به وي۔ ده ووئيل د اېمنسټي سكيم ترمخه په دې مياشت كښی اېف بي آر ته د 11 ارب روپو آمدن شوې او د الېكشن څخه وروستو يوه ورځ كښی اېف بي آر ته د 2.5 ارب روپو آمدن شوې۔ په دې حالاتو كښې چې كاروباري ورورولي خپلو پټو اثاثو ښكاره كولو كښې خوښي لري په سكيم كښې پراختيا به د هېواد او قام په ګټه كښې وي۔