لندن 08 جولائي (اے پي پي) د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښودې مريم نواز وئيلي دي چې زم??نږ قربانې به بې ځايه نه ځي٬ م??نږ د جمعې په ورځ لاهور ته ځو۔ د نجي ټي وي چېنلو له مخې په لندن كښې مېډيا سره په خبرو كښې مريم نواز ووئيل چې ووټ ته د عزت وركولو تحريك په پرېكنده پړاؤ كښې داخل شوے۔ هغې ووئيل چې زه او محمد نواز شريف په پاكستان كښې د جمهوريت غوښتونكو نمائندګي كوو او م??نږ به دا نمائندګي روانه ساتو۔ هغې ووئيل چې ميا صېب قدم پورته كړې او قوم ورپسې ولاړ دے۔ هغې ووئيل چې څومره قربانې ميا نواز شريف وركړې دي٬ بل چا نه دي وركړې۔ هغې ووئيل چې الله تع??لٰي به م??نږ ته كاميابي راكوي۔