فېصل آباد۔20 مئی(اے پ?? پی ) د ټولو مذهبي اخترونو او اسلامي ورځو په اړه 100 فيصد صحيح پېشګوئي وركوؤنكي د فلكيات نوموړي ماهر پروفېسر محمد حمزه نعیم پېش ګوئی كړې چې د روژې ??با??كه مياشت به د 30 ورځو وي۔ د شوال مياشت به د جون په 15 مه ??ېټه د جمعې ورځې ماښام په نظر راځي۔ وړوكې اختر به د خالي په ورځ د جون په 16 مه ??ېټه وي۔ د يو ملاقات په مهال ده ووئيل په 29 رمضان 14 جون د زيارت په ورځ به ماښام د پېښور ، چارسده، جھنګ،لاھور، ګوادر او کراچۍ په شمول د هېواد په نورو ښارونو كښې ?? ماښام لمونځ په وخت د مياشتې عمر 19 ساعتونو څخه كم وي ځكه دا په نظر راتلې نه شي۔ دده د وېنا ترمخه د مياشتې په نظر راتلو لپاره بايد ددې عمر 20 څخه تر 36 ساعتونو وي۔ ده ووئيل د شوال مياشت به د جون په 15 مه ??ېټه د جمعې په ورځ ماښام په نظر راځي۔ پروفېسر محمد حمزه نعيم ووئيل سعودي عربستان كښې هم د جمعې څخ?? وړاندې د مياشت په نظر راتلو امكان نشته له دې كبله دغلته به هم يكم شوال د خالي په ورځ د جون په 16مه ??ېټه وي