اسلام آباد 12 اپرېل (اے پي پي) د ګو??د په نړيواله هوائي اډه به د نړۍ د مسافر د ټولو نه د لوئې الوتكې اے 380 د كوزېدو اس??نيې موجود وي٬ د پروژې ترسره كېدو سره به په بلوچستان كښې په لويه پېمانه اقتصادې چارې پېل شي۔ د خبر له مخې په ګو??در كښې د سي پېك له مخې په يو شمېر پ??وژو كار روان دے٬ نورو پروژو سره سره به سږ كال د ګو??در په نړيواله هوائي اډه هم كار پېل شي۔ د دې پروژو ترسره كېدو سره به د زرګونو په شمېر ځائي خلقو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔ د سي پېك سېكرټرېټ چارواكو له مخې د ګو??در هوائي اډې سره سره د ګو??در ماسټر سټي په پلان٬ اېسټ به اېسكپرېس وے٬ د ګو??در روغتون په اپ ګرېډېشن او د اوبه خور په پروژو په تندې سره كار روان دے۔ هوائي ډې لپاره زمكه ترلاسه كړې شوې٬ حكومت سول اېوي اېشن اتهارټۍ ته په تندې سره د دې پروژې ترسره كولو هدايت كړے۔