پیښور 08 مارچ (اے پي پي) كورنيو ??ار?? وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي ځوانانو ته اعلٰی تعليمي آسانيې ورك??لو سره به پاكستان د پرمختلليو هېوادونو په صف كښې شامل شي٬د پاكستان مسلم ليګ(ن)مشرتابه د مدبرانه پالېسو په نتيجه كښې په ترهه ګرۍ قابو موندلې شوې ٬حكومت وړيا لېپ ټاپ سكيم معرفي كوي٬د دې څخه به ټول زده كوونكي استفاده وكړي٬هېواد ته د تحق??ق كوونكو ضرورت دې۔ده دا خبرې ?? زيارت په ورځ د پېښور په حيات آباد كښې د آئي اېم سائنسز د ريسرچ اينډ سېمينار بلاكس پرانستې دستورې ??ه د خاص مېلمه په توګه د خپلې وېنا په مهال وكړی۔احسن اقبال ووئيل پنځه كاله وړاندې كله چې مونږ اقتدار ته راغلو نو لا قانونيت وو٬ترهه ګري وه او د امن او امان صورتحال سره مخ وو خو زمونږ مشرتابه په ترهه ګرۍ قابو وموندلو او هېواد د پرمختګ په لار روان شوې۔ده ووئيل په تېر وخت كښې واكمنو يوازې د امريكې څخه د اېف 16 ټېكنالوجۍ ترلاسه ك??لو ته پام كړې بايد مونږ د امريكې څخه لوړو زده كړو ترلاسه ك??لو ته پام وكړو۔ده ووئيل كوريا٬چين او نورو هېوادونو د امريكې څخه تعليمي ماډل ترلاسه ك??لو سره خپل ه??وادونه پرمختګ ته ورسول۔وفاقي وزير ووئيل حكومت د وړيا لېپ ټاپ ورك??لو سكيم معارفي كوي او د دې څخه به ټول استفاده وكړی شي٬ده ووئېل مونږ افغان زده كوونكو ته هم تعليمې آسانې وركوو چې دغسې دوي نه يوازې د خپل ه??واد خذمت وكړی شي بلكې د پاكستان او افغانستان اړيكې مستحكمې شي او دواړه هېوادونه د منطقې امن لپاره په ګډه كار وكړي۔ده ووئيل ه??واد ته د رټه لګوونكو نه د تحق??ق كوونكو ضرورت دې ځكه بايد ټولې ادارې ?? تحقيق څانګې ته خاص پام وكړي۔دستورې ??ه د آئي اېم سائنسز جوائنټ ډائرېكټر عثمان غني هم وېنا وكړه