اسلام آباد 05 فروري (اے پي پي) د آزاد كشمير اولس مشر سردار مسعود خان وئيلي دي په سخت او ګران دور كښ?? خپلو كشميري وروڼو خوېندو سره يو ٬ د هندي يرغل به تر ھغه وخت مقابله كوٶ تر څو چې كشمير د هند د ظالمانه قبضې نه آزاد نه شي۔ سردار مسعود خان د دې خيالاتو څرګندونه ايوان صدر كښ?? د كشمير يووالي ورځ په لړ كښ?? دستورې ته خپلې وېنا كښ?? وكړه۔ ده ووئيل هند په مقبوضه سيمه كښ?? د بشري حقونو خلاف ورزۍ كوي كوم چې جنګي جرائم دي٬ هند په نړيواله كچه تسلم شوې بشري حقونه قصداً د پښو لاندې كوي ٬ هند په مقبوضه كشمير كښ?? ظلم او بربريت سره د بې ګناه كشميريانو قتل عام كوي٬ د مېرمنې بې حرمتي روانه ده او ځوانانو د پېلټ ګنز د لارې د بصارت نه محروموي۔ ده ووئيل د كشمريانو مال حال او كورونه تباه كوي او ھغوي په خپله خاوره بې كوره كولې كېږي او مېړني حريت مشران په غېر قانوني توګه زندان كښ?? اچوي ۔ د دې باوجود د كشميريانو زړونه تل پاكستان سره درځېږي او كلكې ادارې سره ئې د آزاد خپلې هڅې دوامدارې ساتلې دي ۔ سردار مسعود خان ووئيل كشميري اولس د پاكستان ج??ړېدو څخه وړاندې په 19جولائی 1947 پاکستان سره د خپل سباؤن تړلو تاريخي پرېكړه وكړه۔ پاكستان سره د كشمير الحاق پرېكړه دنياوي غرض لپاره نه بلكې دا د دوئي د سياسي ايمان برخه ده۔ نن هم كشميرې اولس پاكستانې بېرغ هسك كولو سره هند څخه د خپلې كركې څرګندونه كوي او د شهيد كېدو په صورت كښ?? پاكستاني بېرغ كښ?? نغښتل كېدل غواړي۔ د اتوار په ورځ د كشمير يو والي ورځې په مهال خپل پېغام كښ?? اولس مشر ووئيل نړۍ ته دا په ډاګه كول غواړم چې 8 لكه څخه زيات هندي پوځ د مقبوضه كشمير په اولس مسلط دے۔ کشمیری اولس د خپلواكۍ خپل بنيادي حق لپاره هڅې كوي او قابض هندي ځواكونو په دوي زور ظلم او زياتې روان ساتلې۔ مقبوضه كشمير كښ?? د بشري حقونو خلاف ورزي ٬ د زلمو عامه وژنه ٬ د مېرمنو بې حرمتي او په كنټرول لائن د وګړو وادنۍ ناترڅه ډوز سره په نښه كولو په ډول پېښې د هندي پوځ د معول خبره جوړه شوې۔ ددې چې څومره هم غندنه وكړې شي كمه ده۔ ده ووئيل سره ددې زور ظلم او زياتي كشميري اولس به پاكستان سره خپل تړون كمزورې كېدو له ورنكړي