اسلام آباد 20 جنوري (اے پي پي)د وزيراعظم د قامي ??اريخ او ادبي ورثې صلاحكار عرفان صديقي وئېلي دي چې علم او ادب ته وفاقي حكومت پام لرنه كوي۔دا خبره خوش آئين ده چې د نوې ټېكنالوجۍ باوجود اولس د كتاب سره مينه لري٬د دې خيالاتو څرګندونه ده د خالي په ورځ د نېشنل بك فاؤنډېشن پھ سيمه ايز دفتر كښې د نوي برېل پرنټنګ مشين د پرانستې دستورې په موقع وكړه۔ده ووئيل نېشنل بك فاؤنډېشن زر تر زره هېواد كښې د علم او ادب ضروريات ترسره كوي او نن په كراچۍ كښې د نوي برېل پرنټنګ مشين قيام د دغې ثبوت دې۔ده ووئيل د دې نه وړاندې د بصيرت څخه محرومو كسانو لپاره د دستي مشين څخه مينولي كتابونه شائع كېدل كوم به چې په درې ساعته كښې يوه پان??ه شائع كوله دغسې دا نوې مشين به په يو ساعت كښې 300 پانړې شائع كوي او دا مشين په 34 لكه رو??ۍ اخستې شوې۔ده ووئيل پھ دې لړ كښې نېشنل بك فاؤنډېشن د هېواد تر ټولو نه لويې برېل پرنټنګ څانګه جوړوي چې ورله درې نيم كروړه رو??ۍ بېلې كړې شوي دي۔ده ووئيل دا لوغت به په 22 زرو پاڼو مشتمل وي چې پكښې 2 لكه 64 زره ټكي جمع كړې شوي۔عرفان صديقي ووئيل د ډيجيټل اردو لغت لا ښه كولو له ساؤنډ ډكشنري جوړول پريك??ه شوې۔ده ووئيل د اكادمي ??دبيات هم نورې 5 څانګې په دادو٬مظفرآباد٬ګلګت بلتستان٬ملتان او فاټا كښې جوړولې شي چې ورله 60 كروړه رو??ۍ بېل كړی شوي دي۔دې دفترو له زمكې اخستې شوي۔ده ووئيل تېر كال بك فاؤنډېشن 106 كتابونه شائع كړي او 34 كروړه رو??ۍ ګټلي