اسلام آباد 13 دسمبر (اے پي پي) د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي په تركيه كښې د تركيې د نېول اكېډمۍ كمانډر ريئر اېډمرل ﴿ يو اېچ﴾ ابراهيم ??وزديم كوثر او ?? نېول ټرېننګ اېنډ اې??وكېشن كمانډر ريئر اېډمرل﴿يو اېچ﴾ قادر يلدز سره جلا جلا ملاقاتونه كړې دي ۔ د پاك بحريه وياند له مخې د تركيې نيول اكېډمۍ ته په رسېدو د تركيې د نېول اكېډمۍ كمانډر د اېډمرل ظفر محمود عباسي هركلے وكړو۔ د دې نه پس د پاك بحريه مشر اېډمرل ظفر محمود عباسي د تركيې د نېول اكېډمۍ كمانډر ريئر اېډمرل ﴿ يو اېچ﴾ او ?? نېول ټرېننګ اېنډ اې??وكېشن كمانډر ريئر اېډمرل سره جلا جلا ملاقاتونه وكړل۔ د ملاقاتونو په مهال د شريكې خوښې د وظيفه اي چارو پشمول د ځوانانو افسرانو د صلاحيتونو لا ښه كولو او ?? وظيفه اي تعليم ??و تربيې په چارو خبرې وشوې۔ د پاك بحريه مشر ته د تركيې د نېول اكېډمۍ د تربيې نظام په اړه بريفنګ هم وركړې شو۔ اېډمرل ظفر محمود عباسي د تركيې د نېول اكېډمۍ د بېلا بېلو څانګو دوره وكړه او مې??شپ مېن او كېډټس سره ئې غېر رسمي خبرې هم وكړې۔