اسلام آباد ۔ 2 دسمبر (??ے پی پی) پاكستان د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې مهم پالېسي جوړونكې غړے وټاكل شو۔ د خارجه دفتر وياند ترمخه ددې ټاكنې ??عل??ن ويانا كښې د جنرل كنفرنس په 70 مې غونډه كښې وشو كومه چې تېره ورځ پايې ته ورسېده۔ د دې پرېكړې ترمخه پاكستان به صنعتي بورډ لپاره كال 2018ء څخه تر كال 2021ء نورو څلور كلونو لپاره او پروګرام او بجټ كمېټۍ له به 2018ء څخه تر 2019 د دوه كالو مودې له كار كوي۔ ویانا كښې پاكستانۍ سفيره عائشه رياض هم د جنرل كنفرنس دوهم صدر غوره كړې شوه۔ د خارجه دفتر وياند ووئيل ?? پاكستان دا ټاكنه په ګڼ اړخيزه فورمونو كښې په پاكستان د نړيوالې ورورولۍ د باور څرګندونه ده۔ ده ووئيل پاكستان د ملګرو ملتونو صنعتي پرمختګ ادارې سره غوره اړيكې لري او پاكستان د پرمختګ ايجنډې 2030ء تر سېوري لاندې د ټاكلو هدفونو ترلاسه كو??و له به د ملګرو ملتونو د صنعتي پرمختګ ادارې سره كار روان ساتي۔