كراچي 26 مئي (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ اينډ كميونيكېشن وفاقي وزير سيد امين الحق وئېلي دي چې د ګوګل سره د 45 زره اسكالرشپس لوظ نامه شوې٬كومه چې راتلونكې زياتولو سره تر 4.5 لكهه رسولې شي او په وركړی كېدونكي اسكالرشپس كښې به 40 فيصد د مېرمنو برخه وي۔ګوګل كمپنۍ د دې څخه وړاندې تېر كال يوازې 15 زره اسكالرشپس وركړي و خو د آئي ټي وزارت په مشاورت سره په دې كښې اضافه كړې٬ 1.6 ملين ډالر لګښت سره اېن اي ډي كښې ګيمنك او ايني ميشن لپاره ودانۍ جوړه كړې چرته به چې دې انډسټري ته وده وركولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د كورنګي اېسوسي اېشن آف ټرېډ اينډ انډسټري(كاټي)كښې د جمعې په ورځ اسټارټ اپس كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال كړې۔په دستوره كښې د كاټي نائب س??پرست اعلي زيبر چهاپا٬سېنېټر عبدالحسيب خان٬سينئر نائب صدر نګهت اعوان او د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكو مشرانو ګډون كړې۔ده ووئي?? چې د آئي ټي منسټري د 2050 په وژن كار كوي٬تراوسه په پاكستان كښې تر 2020 د سرمايه كارۍ 75 ملين ډالر وو كوم چې په كال 2021 كښې زياتېدو سره تر 373 ملين ډالر ته رسيدلې۔دغسې د وزارت د هڅو نه پس د مارچ 30مې نېټې نه په موبائل ريګوليټري ډيوټي خاتمه كړی شوې۔ ۔وفاقي وزير ووئي?? چې چې ما كله وزارت سنبهال كړو نو ??ه سمدستي توګه په هېواد كښې د موبائل مينو فيكچرنګ صنعت لګولو لپاره موبائل فون مينوفيكچرنګ پاليسي مرتب كړی او په څو مياشت كښې موبائل تياري پېل كړی شوه۔ ده ووئي?? چې په لړ كښې د 75 ملين لګښت څخه 70 نوې منصوبې پیل كړی شوي