اسلام آباد۔23مئی(اے پی پی) د وزيراعظم د داخله چارو خاص مرستيال عطاﺀ تارړ وئيلي دي القادر ټرسټ د پاكستان د تاريخ تر ټولو لوي سكېنډل دے٬ د عمران خان د ګرفتارۍ امكان رد كېدے نه شي٬ د پي ټي آئي مشر د قامي سلامتيا په ادارو له بريدونو وروستو لوئيديزو حكومتونو څخ?? مرسته غواړي۔ د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته خپل خطاب كښې ده ??وئ??ل د پی ټی آئی مشر عمران خان په القادر ټرسټ كېس كښې نن وړاندې شو ٬ دا تاثر رامخې ته شوے چې په تفتيش كښې مرسته نه كېږي ٬ كوم ريكارډ هم چې له ده څخ?? وغوښتلے شي په ځواب كښې وئيلې شي دا نه لرم٬ تاسو كېبنټ ډويژن ته رجوع وكړې ٬ ماسره ريكارډ نشته۔ ده ووئېل القادر ټرسټ كېس د 190 ملین پاؤنډ دے۔ ده ??وئ??ل په لندن كښې هائیډ پارک كښې د يو اپارټمنټ ادائیګی ملک ریاض كړې۔ كله چې د اېن سي اے لخوا د دې ادا شوي رقم تحقيقات وكړے شوو نو معلومه ش??ه چې دا ادا شوې رقم د مني لانډرنګ په زمره كښې راځي نو په دې جرمانه ولګېده او د پراپرټۍ ټائیکون بېنک اکاؤنټس فریز كړے شؤ۔ ده ??وئ??ل د شهزاد اكبر د لارې د پاكستان حكومت سره لوظنامه وش??ه چې دا پېسه پاكستان څخ?? تلې ده ځكه دا دې پاكستان ته بېرته وركړې شي۔ د برطانیې نېشنل کرائم اېجنسۍ (اېن سی اے) په دې شرط دا لوظنامه وكړه چې دا پېسه 190 ملین پاؤنډ به سركاري خزانې ته ځي او په اولس به مصرف كولې شي۔ ده ووئېل هغه پېسه كومه چې د پاكستان حكومت اكاؤنټ ت?? تلله هغه عمران نیازی او شهزاد اکبر د كابينې منظورۍ سره د سپريم كورټ لائیبلټی اكاؤنټ ت?? ټرانسفر كړه۔ دا پېسه نه حكومت ته لاړه او نه په پاكستاني اولس مصرف كړې شوه۔ عطاﺀ تارړ ??وئ??ل يو اړخ ته 190 ملين پاؤنډ جرمانه كومه چې اېن سي اے د پاكستان حكومت ته وركړه او بل اړخ ته د 460 اربه روپو لائیبلټی ده۔ ده ??وئ??ل كوم قانون د دې اجازه نه وركوي چې بهر څخ?? د پاكستان پېسه راوړلې شي او د حكومت په ځايې د سپريم كورټ تر څارنې لاندې د پراپرټی ټائیکون اكاؤنټ ت?? ټرانسفر كړے شي۔ د دې ډيل په بدل كښې عمران نيازي ته 458 کنال زمكه د ډالۍ په توګه وركولې شي او هغه په دې ټرسټ جوړوي۔ ده ??وئ??ل د القادر ټرسټ په دستاوېزات د عمران نيازي او بشری خان لاسليكونه شته٬ درېم لاس ليك د فرح شهزادي ګوګي دے۔ د دې ټرسټ لومړې لګښت 50 لكه څخ?? پېل شو او په بېلو وختونو كښې د ټرسټ اكاؤنټ ت?? مختلف رقوم راغلل۔ ده ووئېل په 458 كناله جوړېدونكي د دې ټرسټ په كاغذونو كښی 20 نه تر 25 جعلي زده كوؤنكي وښودلې شوې۔ د دې چارټر هم جعلي دے۔ اېچ اي سي دې ته د پوهنتون درجه هم نه ده وركړې۔ ده ??وئ??ل مونږ نور دستاوېزات ترلاسه كوؤ۔ ده ??وئ??ل دې څخ?? ثابته ش??ه چې د پاكستان په تاريخ كښې دا تر ټولو لويه ډاكه ده٬ عمران نيازي د خپل ملګري شهزاد اكبر د لارې دا كار كړے۔ ده ووئېل عمران نيازي په تفتيش كښې مرسته نه كوي بلكه اولس بغاوت لپاره راپاروي٬ د قامي سلامتيا په ادارو بريدونه كوي ٬ د دې ټولو سبب د 190 ملین پاؤنډ ډاكه پټول دي۔ ده ??وئ??ل په دې كېس كښې د عمران خان ګرفتارۍ څخ?? بچ كېدل ممكن نه دي٬ شهزاد اكبر د دې مركزي تورن دے كوم ته چې يو شمېر نوټسز استولې شوي