اسلام آباد 11 مئي (اے پي پي)د خزانې وفاقي وزير سېنېټر محمد اسحاق ډا?? وئېلي دي پاكستان به نه ديواليه كېږي٬حكومت تر دسمبر د ټولو بهرنو ادائيګو باوري كولو لوظ كړے۔ده دا خبره د زيارت په ورځ د نېشنل سكيورټي ډويژن او اسلام آباد ??ال??سۍ ريسرچ انسټي ټيوټ تر سيوري لاندې اسلام آباد سكيورټي ډائيلاګ له مخې د پاكستان اقتصادي چېلنجونو په موضوع غونډې ته خپله وېنا كښې كړې۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د خپلې سياسي اثاثې په بيعه سختې اقتصادي پريكړې كړې ځكه چې زمونږ لپاره د سياست نه زيات رياست ضروري دے۔د خزانې وزير ووئيل حكومت د جامع او پائيدار اقتصادي شرح نمو ترلاسه كولو لپاره په بېلو څانګو كښې اداره جاتي اصلاحات معارفي كوي۔دې سره سره سيمه ايزو رابطو كښې اضافه٬د درآم??ات حوصله شكني او برآم??ات كښې زياتوالي ته مونږ پام ګرځولے۔ده ووئيل اقتصادي سلامتيا د قامي سلامتيا مهم جز دے او د اقتصادي سلامتيا باوري كولو لپاره جامع اقدامات شوې۔ده ووئيل پاكستان به نه ديواليه كېږي٬حكومت تر دسمبر د ټولو بهرنو ادائيګو باوري كولو لوظ كړے دے