اسلام آباد۔7مئی (اے پی پی) خارجه دفتر وئيلي دي چې د خارجه وزير بلا??ل بهټو زرداري بيان د تشدد خطرې سره تړل نه يوازې شرارتي بلکه ډيره غير مسوولانه خبره ده ٬ دا اقدام د خارجه وزير لخوا د ډائيلاګ د لارې د شخړو حل كولو مهم پېغام څخه د پام بل پلو ګرځولو يوه هڅه ده٬ هند ته د خپلې اوسنۍ دورې په مهال يو شمېر اولسي اعلانونو كښې خارجه وزير د جمو او کشمیر د شخړې د سوله ییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو په اهميت زور راوړو۔ د اتوار په ورځ په جاري شوي بيان كښې د خارجه وزارت وياندې ووئيل چې د ميډيا د يو وېډيو كلپ حواله وركولو سره په كوم كښې چې وئيلې شوي وو چې د پاك??تا?? خارجه وزير په مقبوضه كشم??ر كښې د جي 20 غونډې په كولو هندو??تا?? ته دړكه وركړې ده ٬ په جواب كښې وياندې ووئيل چې د هند اوسنۍ دورې په مهال يو شمېر اولسي اعلانونو كښې خارجه وزير د جمو او کشمیر د شخړې د سوله ییز حل لپاره د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو په اهميت زور راوړے دے۔ خارجه وزير په ښكاره توګه خپله مقدمه د نړيوال قانون له مخې وړاندې كړې۔ خارجه دفتر په 11 اپرېل 2023 په خپل پرېس ريليز كښې په مقبوضه جموں وكشم??ر كښې د جي 20 ټورازم وركنګ ګروپ غونډې په اړه د پاك??تا?? دريځ په ډاګه كړې دې۔ د خارجه وزير بلا??ل بهټو زرداري بيان د تشدد خطرې سره تړل نه يوازې شرارتي بلکه ډيره غير مسوولانه خبره ده۔ دا اقدام د خارجه وزير لخوا د ډائيلاګ د لارې د شخړو حل كولو مهم پېغام څخه د پام بل پلو ګرځولو يوه هڅه ده۔ په حساس بین الریاستی چارو د رپورټنګ په وخت دې د صحافتي اصولو احترام وكړې شي۔