اسلام آباد۔24 اپرېل(اے پی پی) د اط??اعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب وئيلي دي چ?? اولنے لارښود دے چې د بيان ترديد يۍ د خپل ګوند آفيشل اكاؤنټ كوي چ?? ” څه عمران وئيلي هغه عمران نه دي وئيلې”٬ د اولس ذهنونو سره نورې لوبې مه كوۍ ٬ اولس ته دروغ مه وايۍ٬ ځكه خو فراډيه په تور كنستر كښې مخ پټوي٬ مجرم يې ??و مجرم به پاتے يے۔ د ګل په ورځ په خپل ټويټ كښې د اط??اعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب ووئيل تاله شرم نه راځي چ?? د باجوه په وېنا دې اسمبلۍ ماتې كړې۔ دې ووئيل ته عدليې ??ه سپكه وېنا كوې ٬ د چيف جسټس عكس په څپلو وهې ٬ دړكه وركولو سره د ضمانت ??يل??ف پېكج اخلے ٬ كه چيف جسټس د آئين له مخې نه بلكې د بچو او بېګماتو په مشوره ستا په حق كښې پرېكړه كړې نو دا به مونږ عملي كولو له ورنكړؤ۔ وفاقي وزيرې ووئيل آئين سره لوبې كوؤنكې به نه اول?? معاف كړي او نه به يۍ مونږ پرېږدؤ۔ دې ووئيل چې آئين او عدل كله د فارن ايجنټ ٬ ځوم ٬ بېګماتو ٬ بچو او خواخې د مشورو تابع شي نو بيا هېواد د عمران په څير فتنې ٬ غل ٬ دروغژن ٬ ګرانۍ او بې روزګارۍ سره مخ كېږي۔ اوس به ټاكنې د باجوه او خواخې په وېنا نه بلكې په خپل وخت كېږي۔