اسلام آباد۔27مارچ(اے پی پی) د قومي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف د پارليماني چارو وفاقي وزير مرتضی جاوېد عبا??ي ته هدايت كړے دے چې هغه دې د سېلاب ځپليو سيمو خلقو ته د مرستې رقم ادا كولو رپورټ طلب كړي۔ د ګل په ورځ په قومي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د مولانا عبد الاكبر چترالي د پوښتنې په ځواب كښې وفاقی وزیر مرتضیٰ جاوید عباسی ??وئيل چې تر دې دمه 3 صوبو څخه اېن ډي اېم اے ته ډېټا ترلاسه شوې ده ، د دوه صوبو ډېټا پاتې ده۔ د صوبو لخوا زياتره كسانو سره مرسته شوې ده۔ وفاقي حكومت په بشپره توګه د تباه شوې كورونو مالكانو ته د 5 لكه روپو او په جزوي توګه د تباه شوې كورونو مالكانو ته د 2 نيم لكه روپو وركولو اعلان كړے دے۔ ټولو صوبو څخه د تفصيلاتو راتللو څخه وروستو به دا كار بشپړ كړے ش??۔ د يو ضمني پوښتنې په ځواب كښې مرتضیٰ جاوېد عباسی ??وئيل د بے نظیر انکم سپورټ پروګرام د لارې 74 اربه ??خه زيات رقم ادا كړے ش??ے دے۔ په حق رسېدليو 118 كسانو كښې د 115 كورنيو ته 10 ٬ 10 لكھه روپۍ وركړې شوي دي۔ سپيكر د پارليماني چارو وزير ته هدايت وكړو چې هغه په دې اړه ضلعو څخه رپورټ طلب كړي۔