اسلام آباد۔24فروری (اے پی پی):د پاکستان او از??کستان تر مينځه د بین الحکومتي کمیشن د تجارت ، معیشت او سائنسی مرستې په اړه اتمه غونډه د جمعې په ورځ د از??کستان پايه تخت تاشقند كښې پېل شوې۔ د خزانې ا?? محصولات وزير سینیټر محمد اسحاق ډار په غونډه كښې ګډون كوي څوك چې د غوندې شریک چیئرمین دے او د پاکستاني پلاوي مشري هم کوي ، په بین الحکومتي کمیشن غونډه كښې پاکستان او د از??کستان تر مينځه د تجارت ، سرمایه کارۍ ، معیشت او د سائنسي او تکنیکې مرستې په څانګو كښې د اړېكو د ودې د چارو به جاج اغستلے شي ۔ د دې نه علاوہ د دواړو هېوادونو تجارتي حجم كښې په زياتوالي كولو به هم غور كېږي ۔د پاکستان پلاوې يوه ورځ وړاندې تاشقند ته رسېدلے دے ۔د خزانې وزير تېره شپه د از??کستان صدرشوکت مرزائیوف سره ملاقات کړے ۔ ملاقات كښې سودمندې مرستې له د نورې پراختيا وركولو لپاره د تجارت، سرمایه کارۍ او ټرانسپورټ په څانګو كښې د منصوبو په عملدرآمد خبرې شوي۔ د خزانې وزیر په ملاقات كولو د از??کستان صدر مننه كړې ا?? د وزیراعظم شهباز شریف د اړخه ئې هغه ته د نیکو هيلو پیغام رسولے ۔ په غونډه كښې د ټرانزټ او ترجیحی تجارت په اړه د مهمو لوظنامو د عملدرآمد جاج اغستے شوے ۔ ملاقات كښې د معیشت د مختلف څانګو د مرستې او د مخصوص منصوبو د ودې ا??میت د بین الحکومتي خبرو اترو په ایجنډا شاملولو ته اتفاق شوے ۔ از??ک صدر د از??کستان او پاکستان لويو لارو باندې تګ راتګ زياتولو ، د مينځنۍ او سوئېلې ایشیا د افغانستان سره پېوست كولو او تر پاکستان بندرګاهونو تلونكے ریلوے لائن د جوړولو منصوبې د ګړندۍ كولو په ضرورت زور راوړے