اسلام آباد 21فروری (اے پی پی)سعودي عرب كښې د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)كښې د پاكستان مستقل مشن د هند په غېر قانوني توګه مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقونو سنګينې خلاف ورزۍ رامخې ته كولو لپاره يو?? خاص دستوره او د عكسونو نندارتون اهتمام وكړو۔په دې موقع د اسلامي مرستې تنظيم(او آئي سي)سېكرټري جنرل د خاص مېلمه په توګه ګډون وكړو۔اسسټنټ سېكرټري او جمو كشمير لپار?? خاص استازي يوسف الديعي هم موجود ؤ ۔د دستورې په مهال ګډون كوونكو ته په منطقه كښې رامخې ته شوې د بشري تباهۍ شدت په اړه خبر كړو۔په مقررينو كښې د او آئي سي سېكرټري جنرل حسېن ابراهيم طلحه٬د جمو كشمير سېكرټري جنرل خاص استازي يوسف الدوبي٬په جده كښې د پاكستان قونصل جنرل جد?? خالد مجيد٬په او آئي سي كښې د پاكستان مستقل استازې فواد شېر او د كشميركمېټۍ چيئرمېن مسعود پوري شامل وو۔د او آئي سي سېكرټري جنرل په خپل خطاب كښې د مقبوضه جمو كشمير مسئلې پرامن حل لټون كولو په اهميت زور راوړو۔ده ووئيل د اسلام آباد دورې په مهال د لائن آف كنټرول دورې كولو موقع ترلاسه شوې۔سېكرټري جنرل په ټولو ډلو زور راوړو چې هغوي دې په ګډه كار وكړي دغسې چې ?? پخوانۍ مسئلو پرامن حل ولټولې شي۔قونصل جنرل خالد مجيد په سيمه ايز او نړيوالو مسئلو موثره طريقې سره ځواب وركولو لپاره د او آئي سي لخوا د پيشګي كردار ادا كولو اهميت رامخې ته كړو۔ده د ادارې قوي كولو په ضرورت زور راوړو دغسې چې ??سلامي هېوادونو ته رامخې ته شوې شخړې او مسئلو حل له موثر كردار ادا كړے شي۔