لاهور۔7ف??وری(اے پی پی)د مسلم ليګ نون مركزي لارښود او د رېلوے وفاقي وزير حواجه سعد رفيق وئيلي دي زما رايې دا ده چې هېواد كښې بايد ټول ټاكنې وكړې شي٬ بېلې بېلې صوبائي او قومي ټاكنې كول مناسب نه ښكاري٬ دا مهال هېواد د بېلو بېلو ټاكنو متحمل كېدې نه شي۔ ?? نهې په ورځ په لاهور كښې احتساب ??دا??ت څخه بهر ميډيا ??ره خبرو كښې وفاقي وزير ووئيل مونږ له ټاكنو څخه تېښته كول نه غواړو٬ په سختو حالاتو كښې مو هم ټاكنې كړې دي۔ ??غسې د پي ډي اېم كوم ګوند هم ټاكنو څخه نه تښتي ، په مخصوص حالاتو كښې دې نه وړاندې هم د وخت نه مخكښې ټاكنې شوي دي۔ ?? محترمې بېنظير بھټو د شهادت له امله د ټاكنو نېټه بدله كړې شوې وه۔ خواجه سعد رفیق ووئيل عجيبه خبره ده عمران خان د كوم سبب نه غېر اول اسمبلۍ ماتې كړې او اوس وائي ټاكنې وكړۍ۔ هېواد د وړاندې نه معاشي ستونزو ??ره مخ دې۔ په هېواد كښې د ترهګرۍ اوسنيو پېښو ذكر كولو ??ره خواجه سعد رفيق ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ له به ټول اولس له يو موټې كېدل وي۔ ??ه ووئيل پي ټي آئي بايد په اے پي سي كښې ګډون وكړي۔ ??ه ووئيل د ترهګرۍ په ضد پالېسۍ به ټولو له متفق كېدل وي او هم په دې كښې د هېواد او قوم بهتري ده٬ چې هېواد وي نو هر څه به وي