اسلام آباد 09 دسمبر (اے پي پي) د قامي اسمبلۍ سپيکر راجه پروېز اشرف او دوهم سپيکر زاهد اکرم دراني وئيلي دي ??ې لوي څښتن انسان له د ژوند كولو لپاره يو مكمل ض??بطه حيات وركړې ده چې پكښې بشري حقونه سرفهرست دي، د ټولو مذهبونو محور د انسانيت حرمت دې٬ حضرت محمدۖ د خطبه حجته الوداع بنيادي جزو حقوق العباد دے، په قرآن كښې د بشري حقونو يو مكمل ض??بطه حيات متعين د??۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوي د بشري حقونو نړيوالې ورځ په مهال كړې كومه چې هر كال په لسم دسمبر لمانځلې كېږي ۔ سپيکر راجه پروېز اشرف ووئيل د پاكستان آئين وګړو ته د بنيادي حقونو د تحفظ بشپړه ضمانت وركوي٬ د وګړو د بنيادي حقونو تحفظ د حكومت وړومبۍ ذمه واري ده او اوسنې حكومت د دې نه ښه خبر دې۔ دوي ووئيل پاكستان د بشري حقونو په نړيوال چارټر لاسليك كړې دے او په دې لړ كښې په نړيواكه كچه په شويو لوظونو عمل كوي۔ دوي ووئيل د بشري حقونو نړيوالې ادارو په فلسطين او مق??وض?? کشمير كښې د بشري حقونو په خلاف ورزو خاموشي ناقابل فهم ده۔ دوي ووئيل په مق??وض?? كشمير كښې په اولس ظلم او بربريت د انسانيت تذليل دے په دې لړ كښې نړيوالو ادارو له په سمدستي توګه اقدامات كولو ته اړتيا ده