اسلام آباد۔1دسمبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي د چين پخواني صدر جيانګ ژېمن په مړينه د جمهوريه چين مشرتابه او اولس سره غمرازي ښكاره كړې ۔ ?? زيارت په ورځ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا جاري شوي د غمرازۍ پېغام كښې صدر ووئيل د چين پخوانے صدر جيانګ ژېمن يو نوموړے مدبر انسان ؤ چا چې د پرله پسې اقتصادي اصلاحات ??ه لارې چين د تند ??فتاره پرمختګ په لار روان كړے او په هېواد كښې يۍ د ژوند معيار ښه كړے۔ ډاكټر عارف علوي ووئيل د چين پخواني صدر بصيرت د پاكستان او چين ترمينځه ملګرتيا او په اولسي كچه اړيكو ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړے۔ ده ووئيل د چين پخوانے صدر به د خپل هېواد لپاره د ??ړو خذماتو له امله تر ډېرې مودې ياد ساتلے شي د كومو په نتيجه كښې چې چين نن د نړۍ د يو عظيم معاشي قوت په توګه رامخے ته دے۔ صدر ووئيل د غم په دې وخت كښې مونږ د چين اولس ترڅنګ ولاړ يؤ