اسلام آباد۔24نو??بر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف سره د جوائ??ټ چيفس آف سټاف كمېټۍ چيئرمېن جنرال نديم رضا په وزيراعظم هاؤس كښې د مخه ښې ملاقات وكړو۔ د وزیراعظم آفس میډیا ونګ لخوا د جاري شو?? بيان له مخې وزيراعظم د هېواد دفاع مضبوطولو او د پوځ ادارې لپاره د جنرال ندیم رضا د خذماتو ستائنه وكړه۔ وزیراعظم ده سره خپلو خبرو كښې ووئيل مونږ پاكستان لپاره ستا په خذماتو وياړ لرؤ ٬ ته يو صلاحيت لرونكے افسر يې كوم چې د جوائ??ټ چيفس آف اسټاف كمېټۍ په منصب پاتے كېدو سره په زړه پورې خذمات ترسره كړي۔ وزيراعظم ده لپاره د نېكو هيلو څرګندونه وكړ??۔ چیئرمېن جوائ??ټ چیفس آف اسټاف کمېټی جنرال ندیم رضا د وزيراعظم مننه وكړه۔