فېصل آباد 31 اکتوبر (اے پي پي) د توان وفاقي وزي?? انجينئر خرم دستګير خان وئيلي د كروړونو روپو په لګښت بشپړه كړې شوې دوه نوې ګر??ډ سټېشنز منصوبې به د فېصل آباد او د سرګودھې سيمو كښې د ټرانسميشن ??ېټ ورك مضبوط كړي او د برېښنا معيار به ښه كړي۔ د ګل په ورځ د چنيوټ او فېصل آباد په ضلعو كښې د 220 كے وي ګرډ سټېشن لالياں او د 500 كے ګرډ سټيشن فيصل آباد ويسټ پرانستې دستورې ته خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل دوه منصوبې به نه يوازې د ټرانسمېشن ??ېټ ورك مضبوط كړي بلكې ورسره به د كم وولټېج د كمي لرې كولو پشمول د فېصل آباد او سرګودھې سيمو كښې د برېښنا صورتحال هم بهتر شي۔ خرم دستګير خان ووئيل بهتر وولېټج سره مصرف كوٶنكو ته د تعطل نه غېر د برېښنا وركړې لپاره دا پاور ټرانسميشن نيټ ورك اهم دے او اوسنې حكومت د مصرف كوٶنكو د كم وولټېج او د لوډشېډ??ګ د مسئلو نه خبر دے كوم چې د ګرډ سټېشنز او ټرانسميشن لائنز زياتولو سره حل كېږي۔ ده ووئيل په دواړو ګرد سټنشنز د فېصل آباد وېسټ 16.9 اربه روپۍ او 220 كے وي ګر??ډ سټېشن لالياں 4 اربه روپۍ لګښت راغلے دے كوم به چې د 2400 مېګاواټ مجموعي صلاحيت سره سره د دوه اېل اېن جي پاور منصوبو برېښنا جوړولو كښې مرسته وكړي۔