اسلام آباد 28 اکتوبر (اے پي پي) د خارجه دفتر وياند عاصم افتخار احمد په کينيا كښې د نوموړي خبريال او اېنكر پرنس ارشد شريف په بې وخته او افس??سن??ك مرګ غمرازي ښكاره كړې ده۔ د خارجه دفتر وياند د اوونيز بريفنګ په مهال ووئيل زمونږ دعاګانې د اوراښاد كورنۍ او دوستانو سره دي۔ ده ووئيل حکومت د کينيا پوليس او اړوندو چارواكو څخه د قتل حقائق معلومولو لپاره دوه كسيزه ډله هم جوړه كړې كومه چې د جمعې په ورځ كينيا ته تللې ده٬ خارجه وزارت او په نېروبي كښې د پاكستان هائ?? كمېشن ډلې ته سهولت وركوي۔ وياند ووئيل مونږ په دې معامله په يو شمېر كچو د كينيا چارواكو سره په تماس ك??ې يو چې پكښې د ارواښاد مړے زر وطن ته رالېږل او د پېښې تحقيقات هم شامل دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب د خارجه دفتر وياند ووئيل پاكستان لخ??ا د ارشد شريف دوبئۍ څخه د حواله كولو چيټۍ نه ده ليكلې شوې٬ په سوشل ميډيا د خارجه وزير په لاسليك د خط خبره بې بنسټه ده۔ وياند ووئيل د دواړو هېوادونو چارواكي په تماس كښې دي او په دې لړ كښې به د تحقيقات انتظار كول وي