مدينه منوره26اکتوبر (اے پ?? پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عر?? درې ورځنۍ كاميابې دورې نه پس هېواد ته راستون شوے۔ د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ د جاري بيان له مخې وزيراعظم محمد شهباز شريف د سعودي عر?? دورې په مهال د سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره ملاقات كړے او فيوچر انويسټمنټ انيشيټو کنفرنس ته ئې وېنا هم كړې۔ وزيراعظم په مکة المکرمه كښې د عمره سعادت ترلاسه كړے او په مدينه منوره كښې ئې په مسجد نبويۖ كښې مونځ ادا كړے۔په وزيراعظم د روضه رسولۖ خاص زيارت هم وكړے شو